زموږ په اړه

د آسوده په اړه

آسوده په افغانستان کې د انلاین املاکو معاملو لپاره یو عصري او باوري پلتفورم دی. زموږ هدف دا دی چې د ملکیتونو پېر، پلور، کرایه او ګروي کول د ټولو خلکو لپاره اسانه، شفاف او بې‌سر ځوړ وي. که تاسو د کور، اپارتمان، سرای، دوکان، ځمکې یا کارګاه په لټه کې یاست، آسوده تاسو ته غوره او باوري انتخابونه وړاندې کوي.

د آسوده په اړه

زموږ ارزښتونه

زموږ کیسه د دوامداره وده او پرمختګ کیسه ده. موږ د وړو خو لویو هيلو سره پیل وکړ او موخه مو دا وه چې یو داسې ملکیتي پلاتفورم جوړ کړو چې د معمول نه لوړ وي.

اعتماد

اعتماد د هر بریالي ملکیتي معاملې بنسټ دی.

لوړ کیفیت

موږ په خپلو ټولو خدماتو کې د لوړ معیار ساتلو لپاره هڅه کوو.

پېرودونکي‌محور

ستاسو اړتیاوې او هیلي زموږ د کار مرکز ګرځېدلې دي.

زموږ ژمنتیا

موږ تاسو ته د لوړ مسلکي خدماتو او بشپړ ملاتړ په وړاندې کولو ژمن یو.

له آسوده سره د ملک د پېر او پلور تجربه

په آسوده کې موږ یو ساده او شفاف بهیر طرحه کړی، څو تاسو وکولای شئ خپل مطلوب ملک په اسانه ومومئ او معامله ترسره کړئ. لاندې د دې بهیر پړاو په پړاو لارښود لیدلی شئ.

پړاو ۰۱

په زرګونو ملکونو کې لټون

خپل سفر د آسوده د بېلابېلو ملکونو په لټون سره پیل کړئ. که کور، اپارتمان، سراي، دوکان، ځمکه یا ورکشاپ غواړئ، زموږ پرمختللي فلټرونه به تاسو سره د سم ملک په موندلو کې مرسته وکړي.

پړاو ۰۲

د خوښو ملکونو ساتل او پرتله کول

خپل خوښ ملکونه ذخیره کړئ او له یو بل سره یې پرتله کړئ. د هر ملک ځانګړتیاوې، بیه او موقعیت په دقت سره وڅېړئ څو غوره انتخاب وکړئ.

پړاو ۰۳

له د ملک له خاوند سره اړیکه

د ملک له خاوند سره مستقیم تماس ونیسئ او د ملک جزییات پرته له واسطې وڅېړئ. د دقیقو معلوماتو لپاره، د اعلان له پاڼې د تماس شمېره او پته ترلاسه کړئ.

پړاو ۰۴

حضوري کتنه

له تماس وروسته، تاسو کولای شئ د حضوري کتنې لپاره وخت وټاکئ. هڅه وکړئ چې دا کتنه د معاملاتو د لارښود یا د سیمې د وکیل په حضور کې ترسره شي.

پړاو ۰۵

حقوقي او تخنیکي ارزونه

له معاملې مخکې، د معاملاتو د لارښود د جواز له اعتبار څخه ډاډ ترلاسه کړئ او بیا د ملک اسناد په ګډه وڅېړئ.

پړاو ۰۶

باوري معامله

په وروستي پړاو کې، یو باوري د معاملاتو لارښود به تاسو سره په مذاکره، د قرارداد په لاسلیک او قانوني ثبت کې مرسته وکړي، څو خوندي پېر او ګټور پلور ولرئ.